IQNA

 د خپل ولس برخليک له هيڅ يوۀ هېواد سره نه تړوو

15:13 - October 31, 2021
د خبر لمبر: 3484881
تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامی جمهوریت خارجه وزير وويل: د  خپل  ولس او هېواد برخليک له  جامعې نړیوالې ایتمي موافقې او هيڅ يو هېواد سره په مطلقه توګه نه تړوو. ګډې ګټې د تعلقاتو بنياددی .

ایکنا خبری اژانس  د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان  نن  په یولړ څرګندونو کې  د دې په بيانولو سره چې مونږ د ديارلسم حکومت د بهرني سياست د بنيادي جوړولو لپاره د متوازن بهرني سياست او د فعالې،خوځنده او هوشمندې ډېپلومېسۍ په نومونو سره څو خصوصيتونه ټاکلي دي وويل: له  انډولیز او برابر بهرني سياسته مطلب او مقصد دا دی  چې د ګاونډيانو په شمول د ځينو هېوادونو په اړه زمونږ ترجيح ورکول به د نړۍ له نورو هېوادونو سره له ارتباطاتو  د غفلت په معنا نه وي.

هغه زیاته کړه، مونږ به د نړۍ له نورو ټولو برخو سره په تعلقاتو کښې متوازنه ډېپلومېسي خپله کړوو، يعنې له دې سره په يو وخت چې د ديارلسم حکومت د پام وړ ترجيح ګاونډيان او اېشيائي چورلیزتوب دی  د اروپا په برخه کښې هم فعاله، خوخنده او هوشمنده ډېپلومېسي تعقيبووو او پر دې سربیره  لاتيني امريکا او افريقه هم نه هېروو.

امير عبدالهيان واضحه کړه: له بلې خوا به مونږ له نړيوالو ادارو سره له کاره هم غفلت ونه کړوو او د نړيوالو ادارو کارکاردګۍ البته هغو خلاف ورزيو ته چې په خاصه توګه د نړيوالو تعلقاتو په تیئوریټيکل بحثونو کښې شتون لري پاملرونه کوو.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i107610

captcha